د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې په ریاض کې د افغانستان له سفیر عبدالفتاح رحیمي او د سفارت له مسوولینو سره کتلي دي. د دغه وزارت په وینا، اخندزاده د سفارت له کارکوونکو غوښتي چې افغانانو ته له خنډ او ځنډ پرته خدمتونه وړاندې کړي. په دې کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.








