په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د صنعتي ماشینآلاتو یوې کارخونې فعالیت پیل کړی، چې د هېواد د کورني تولید په برخه کې نوی ګام بلل کېږي. دغه کارخونه د درملو جوړولو، لبنیاتو پروسس او د مېوو د جوس تولیدولو صنعتونو لپاره ماشینآلات جوړوي، چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل. د یادې کارخونې فعالیت کولی شي د صنعتي اړتیاوو د پوره کولو، د وارداتو د کمولو او د کورني تولید د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.








