د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې په سیمهییزو غونډو کې د دې پروژې پر ژر بشپړېدو ټینګار کړی دی. دغه غونډې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۷مې تر ۹مې جوړې شوې وې، چې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویلکوونکو بنسټونو استازو پکې ګډون کړی و. ملا عبدالحق همکار د پروژې د پاتې ساختماني چارو د چټکتیا، د اضافي مالي سرچینو برابرولو او د شته خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت په وینا، نړیوال بانک د پاتې چارو لپاره د اړینو مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو د ارزونې خبر ورکړی دی.








