د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي، د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی. نوموړي ویلي، دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ شوې او په کراچۍ بندر، تورخم او چمن کې پراته کانتینرونه نه لیلامېږي. تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی؛ د سوداګرۍ خونې چارواکو دغه اقدام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی و. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پخوانیو شمېرو له مخې، د پاکستان په بندرونو کې شاوخوا ۱۵ زره افغان کانتینرونه او محمولې ایسارې پاتې وې؛ خو لا هم په کراچۍ کې د پاتې کانتینرونو کره شمېر نه دی څرګند.








