د شاهوعروس بند له اوبو د کابل ۱۷مې ناحیې ته د څښاک اوبو رسولو تړون د یو میلیارد افغانیو په لګښت لاسلیک شو. د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار وایي، د دې پروژې تړون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د «پکتیا موج» قراردادي شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د نوموړي په وینا، د پروژې په بشپړېدو سره به د کابل د ۱۷مې ناحیې شاوخوا ۵۰ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي. د پروژې له مخې، په یوه ثانیه کې به له سطحي سرچینو ۱۰۰ لیټره او له پنځو ژورو څاهګانو څخه ۱۰۰ لیټره اوبه برابرې شي، چې په ټولیزه توګه به یې ظرفیت په یوه ثانیه کې ۲۰۰ لیټرو ته ورسېږي. ټاکل شوې ده چې د یو میلیارد افغانیو په لګښت د دې پروژې چارې په درېیو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








