وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د نیمروز ولایت طبیعي چاپېریال له جدي بدلونونو سره مخ کړی او د دغه ولایت د اوسېدونکو ورځنی ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. د نیمروز په ځینو سیمو کې د نباتي پوښښ یوه برخه له منځه تللې، یو شمېر ونې وچې شوې او د دوړو او خاورو زیاتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، په وروستیو لسو کلونو کې د ورښتونو کمښت، د شنو سیمو له منځه تلل او د وچکالۍ دوام د دوړو او خاورو کچه لوړه کړې ده. د دوی په وینا، د توپانونو زیاتوالي ځینې کورنۍ اړ کړې چې هرات او فراه ولایتونو ته کډه شي. د چاپېریال ساتنې کارپوهان ټینګار کوي، چې د ځنګلونو د بېرته راژوندي کولو، د شنو سیمو د پراختیا او د اوبو سرچینو د سم مدیریت لپاره د جدي اقداماتو نشتوالی ښایي په راتلونکو کلونو کې په نیمروز کې د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا زیاتې کړي.








