اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په کابل کې د اندونیزیا سفیر ناندا آوالیست د بامیانو له عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال دغه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اندونیزیا سفیر د کتاب لوستلو فرهنګ د ودې په موخه په افغانستان او اندونیزیا کې د فرهنګي پروګرامونو او کتابونو د نندارتونونو د جوړولو ژمنه هم کړې ده. د بامیانو عامه کتابتون مسوولینو د کتابونو د ډالۍ کولو دغه اقدام د خلکو د علمي، فکري او فرهنګي ودې لپاره مهم بللی دی.








