د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په کابل کې د افغانستان، ازبکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. دغه هوکړهلیکونه د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه لاسلیک شوي دي. د یادې خونې مسوولینو له بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو غوښتي چې د افغانستان له طبیعي سرچینو، کرنیزو او صنعتي ظرفیتونو په ګټې اخیستنې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. په دې غونډه کې د افغانستان او مېلمه هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو د ګډو پانګونو، سوداګریزو فرصتونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.








