د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پر ریاض نړیوال هوايي ډګر په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. د راپور له مخې، دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دغه هوايي ډګر درېیم برید دی، خو تر اوسه هېڅ ډلې د وروستي برید مسوولیت نه دی منلی. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په پوځي عملیاتو کې د ګډون احتمال ارزوي.








