د بادغیس ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په شاهمشهد او خمجنگل کلیو کې د ۶ میلیونه او ۸۱۵ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر کرنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رئیس مولوي باري داد صابر ویلي، چې په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، د استنادي او ګابیوني دېوالونو او د اوبو سربندونو جوړول شامل دي. د نوموړي په وینا، له دغو پروژو به ۵۱۴ کورنۍ ګټه واخلي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ به د احتمالي سېلابونو خطرونه هم راکم کړي.








