د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر جرمونو نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي دي. د رویټرز د راپور له مخې د جرمونو نړیوالې محکمې دغه اقدام غندلی او هغه یې د قانون پر حاکمیت او نړیوال حقوقي نظام برید بللی دی. محکمې له خپلو ۱۲۵ غړو هېوادونو غوښتي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې یې ملاتړ او دفاع وکړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر دې وړاندې هم د جرمونو نړیوالې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي وو.








