د افغان او اتریشي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهملیک لاسلیک شوی، چې موخه یې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو د صادراتو اسانتیا ده. دغه تفاهملیک په کابل کې د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی. د هوکړې له مخې، اتریشي شرکت به د افغاني غالیو په طرحه، ډیزاین، بازارموندنه او بهرنیو بازارونو ته د صادراتو د زمینې برابرولو په برخو کې همکاري کوي. اتریشي سوداګر فرتز لانګاور ویلي، افغاني غالۍ د رنګونو، خامو موادو، ډيزاین او کیفیت له پلوه د اروپايي بازارونو له غوښتنو سره سمون لري. تمه ده چې دغه همکاري د افغاني غالیو د پلور بازار پراخېدو، د صادراتو زیاتېدو او د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ لامل شي.








