د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې کندې ته د یوه مازدا موټر د لوېدو له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. د درایم ولسوال محمدیونس جهادمل ویلي، پېښه تېره شپه یوه بجه د درایم او تشکان ولسوالیو ترمنځ د «الوچهخم» په سیمه کې شوې ده. د نوموړي په وینا، په موټر کې کارګر سپاره وو چې له تخاره خپلو کورونو ته روان وو. ټپیان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د فیضاباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.








