د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو له امله د ثبت شوې مرګژوبلې ۷۸ سلنه ماشومان جوړوي. اوچا ویلي، دغه مرګژوبله د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له پیل څخه د اګست تر پایه پورې ثبت شوې ده. د دې دفتر په وینا، په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د روان کال د بشري مرستو په پروګرام کې ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یې یوازې ۴.۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي. اوچا خبرداری ورکړی چې د بودیجې د کمښت دوام به د ناچاودو مهماتو د خطرونو د کمولو او له دغو مهماتو د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ لپاره د بشري فعالیتونو وړتیا محدوده کړي.








