په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، افغانستان د ګرځندوی په برخه کې له بېسارو ظرفیتونو برخمن دی او بېلابېل تاریخي، کلتوري او طبیعي میراثونه لري. یوناما د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان لرغوني ښارونه، تاریخي جوماتونه، طبیعي منظرې او مهمې لرغونې سیمې لري. دغه بنسټ د هندوکش غرونه، د بامیان دره، د هرات کلا او په مزارشریف کې روضه مبارکه د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو له مهمو ځایونو بللي دي. یوناما همدارنګه د بلخ لرغونی ښار، د بند امیر جهیلونه، د واخان دهلېز او بابر بڼ د افغانستان له نورو مهمو ګرځندوی ځایونو یاد کړي او ویلي یې دي چې دغه شتمني د افغانستان تاریخ، بېلابېل کلتورونه او طبیعي ښکلاوې انځوروي.








