د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له کابل نړیوال هوايي ډګره نږدې ۱۱۰۰ کارګو او مسافروړونکې کارګو الوتنې ترسره شوې دي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په په ۱۱۱ خالصو کارګو الوتنو کې څه باندې ۷۵۳۵ ټنه او په ۹۶۵ مسافروړونکو کارګو الوتنو کې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي. دغه الوتنې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي. یاد وزارت وايي، د هوايي کارګو د ودې او د سوداګرو د لګښتونو د کمولو لپاره یې امنیتي فیس له ۱۰۰ څخه ۱۰ ډالرو او د ځمکنیو خدمتونو فیس له ۹۶ څخه ۴۰ ډالرو ته راکم کړی او د ځانګړو کارګو الوتنو لپاره یې تر ۵۰ سلنې پورې تخفیف هم ټاکلی دی.








