د فراه ولایت د مرکز اړوند د خرمالق سیمې په ګرماب کلي کې د شاوخوا ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې دي. د فراه د کانونو او پټرولیم امر عبدالستار مسلم وايي، دغه کان پر ۲۰ هکټاره ځمکه کې موقعیت لري او د پنځو کلونو لپاره به ترې د مرمر ډبرې استخراج شي. د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۵۰ زره ټنه، په دویم پړاو کې ۸۰ زره ټنه او په راتلونکو کلونو کې به ۱۰۰ زره ټنه مرمر استخراج شي. د فراه د کانونو او پټرولیم امریت وايي، د هر ټن مرمر له استخراج څخه به د اسلامي امارت بودجې ته څه باندې ۴۰۰ افغانۍ عواید جمع شي.








