د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي په ترمز ښار کې د ازبکستان د تخنیکي مقرراتو له ادارې سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمولو، د کورنیو معیارونو له نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ او د لابراتوارونو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی دی. دواړو لورو د تخنیکي همکاریو د هوکړهلیک پر وروستي کولو هم خبرې کړې او ازبکستان د تخنیکي مقرراتو او اندازهګیرۍ په برخو کې د افغان متخصصانو د روزنې لپاره د همکاریو چمتووالی ښودلی دی.








