د لغمان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د الیشنګ ولسوالۍ له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا سیمې پورې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د دغه ریاست مطبوعاتي مسوول شمس الرحمن شمس وايي، سړک ۲.۷۹ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جغل اچونې ترڅنګ به یې د پراخولو چارې هم ترسره شي. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د سړک دواړو غاړو ته د ۲۹۶ مترو استنادي دېوالونو، ۱۰ پلچکونو او ۵۳ مترو کانالونو جوړول هم شامل دي.








