له پولیو خلاص افغانستان بنسټ وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې نوی واکسیني کمپاین نن د دوشنبې په ورځ پیلېږي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان به پکې واکسین شي. دغه بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې د پولیو له منځه وړلو په هڅو کې خپله ونډه واخلي او خپل ماشومان واکسین کړي. د بنسټ د معلوماتو له مخې، په جنوبي حوزه کې به دا کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. پولیو د درملنې ځانګړې لاره نه لري، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.





