د هرات سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د مېوو، سبزیو او درملو د ساتنې لپاره د لومړي ځل لپاره یوه لویه او معیاري سړهخونه جوړه شوې ده. د مسوولینو په وینا، دغه سړهخونه د نږدې یو نیم میلیون ډالرو په لګښت پر څلور زره متره مربع ځمکه جوړه شوې او د درې زره ټنه محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري. بڼوال وایي، هر کال د سړو خونو او مناسب بازار د نشتوالي له امله د دوی د مېوو او سبزیو یوه لویه برخه خرابیږي. د هرات سیمهییز مسوولین وايي، هڅه کوي په دغه ولایت کې د ورته نورو سړو خونو د جوړېدو زمینه هم برابره کړي.





