د افغانستان او هندکرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه نن پنجشنبه ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په نوي ډهلي کې د ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان له دې وړاندې په دواړو سیالیو کې د هند پر وړاندې ماتې خوړلې او هند د درې لوبو په لړۍ کې ۲-۰ مخکې دی. په لومړۍ لوبه کې هند اووه ویکټې او په دویمه لوبه کې هم اووه ویکټې بریا خپله کړې ده. د نننۍ لوبې پایله به د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستی مقام روښانه کړي.








