رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ایچآیوي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي. روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د ایچآیوي د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان له ایچآیوي سره ژوند کوي.








