د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له شپږو میلیونو ډېرو کسانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. یونیسف د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲۳مه، ویلي چې دغه خدمات په سېلابځپلو او زلزلهځپلو سیمو، او هغو ځایونو کې وړاندې شوي چې د ناروغیو خپرېدو او جبري راستنېدو له امله اغېزمن شوي دي. دغه بنسټ وایي، افغانستان په جولای کې له طبیعي پېښو، د کډوالو له پراخو راستنېدو، د خوړو له شدیدې ناامنۍ، خوارځواکۍ، د ناروغیو له خپرېدو، اقتصادي فشارونو او بنسټیزو خدماتو ته د محدود لاسرسي له ستونزو سره مخ و. د یونیسف د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې د ۱۱.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.








