د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې «جایکا» چارواکو په افغانستان کې د قابلګۍ خدمتونو د پیاوړتیا، د میندو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او د زېږون روغتیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په وینا، دواړو لورو په ټول افغانستان کې د قابلګۍ خدمتونو د پیاوړتیا او د میندو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی. افغانستان په داسې حال کې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی چې په ځینو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت هم شته. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زره زېږونونو پر وړاندې ۶۳۸ میندې مړې شوې دي، چې په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.








