د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په دکانهای ملا، جلدک علیا او غلامخېل کلیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي. مسوولین وايي، د دغو شبکو د جوړولو چارې به په پنځو نیمو میاشتو کې بشپړې شي او له بشپړېدو سره به یې څه باندې زرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.








