د بلخ ځايي چارواکي وايي، چې دغه ولایت ته د ترکمنستان د برېښنا د پرې کېدو له امله له ازبکستان څخه ۵۰ میګاواټه برېښنا پېرل شوې ده. د بلخ د والي ویاند حاجي زید ویلي، چې مزارشریف ښار ته د ترکمنستان د برېښنا له پرې کېدو وروسته، د بلخ برېښنا ریاست وتوانېد چې له ازبکستان څخه ۵۰ میګاواټه برېښنا وپېري. د نوموړي په خبره یاده برېښنا د مزارشریف ښار د اړتیا له مخې په بېلابېلو برخو کې وېشل شوې ده








