د امارتي شرکتونو لوی ریاست وايي، د ابنسینا فارمسي شرکت اجراییوي رییس مولوي نجمالرحمن فضلي په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې له استازي یاسین طایف ارمان سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ابنسینا فارمسي د تولیدي ظرفیتونو، اړتیاوو او پراختیايي پروګرامونو په اړه معلومات شریک شوي دي. دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او د درملو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د قزاقستان د سوداګرۍ خونې استازي ژمنه کړې، چې د ابنسینا فارمسي او د قزاقستان د درملو، خامو موادو او درمل جوړونې ماشینونو له معتبرو شرکتونو سره د اړیکو په رامنځته کولو کې به همکاري وکړي.








