د هرات ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي چې له ډلې یې ۱۲۰ فارمونه د هګیو تولید ته ځانګړي شوي دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، هره ورځ له دوو میلیونو ډېرې هګۍ له دغو فارمونو راټولېږي چې د کورني بازار ډېره برخه اړتیا پوره کوي. مسوولین وايي، هرات د چرګانو د غوښې او هګیو په تولید کې ځانبساینې ته رسېدلی او په دې برخه کې پانګونه کولی شي د وارداتو کچه راکمه او د کورنیو تولیداتو د ودې زمینه برابره کړي.








