د پکتیا ولایت په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه زېرمه کوونکي بند او یوه کانکریټي پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د احمدابا ولسوالۍ په «وچ غړک» سیمه کې د اوبو زېرمه کوونکی چکډیم او د سیدکرم ولسوالۍ د خانانو په کلي کې ۱۸ متره اوږد کانکریټي پل جوړېږي. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال به د سیمې سلګونو اوسېدونکو او ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.








