د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، په ټول هېواد کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۳۵ زره ماشومان ورسره ثبت دي چې تر اوسه یې د شاوخوا ۱۵ زره ماشومانو درملنه کړې ده. دغې ټولنې ویلي، په کابل کې تازه پرانیستل شوی د سوري زړه روغتون په کال کې د دوه زره ناروغانو د درملنې ظرفیت لري او هڅه کېږي چې ټولو ثبت شویو ماشومانو ته وړیا درملنه برابره شي. د روغتون د پرانیستې پر مهال هم د شاوخوا ۳۶ زره ثبت شویو ماشومانو یادونه شوې وه. د افغاني سرې میاشتې د سویل ختیځ زون مسوولین وايي، په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې یې نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.








