د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ ګرځنده روغتیايي ډلې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي. اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې روغتیايي اړتیاوې د شته سرچینو پرتله ډېرې دي او د روغتیايي برخې یوازې ۳۷ سلنه بودیجه تمویل شوې ده. د دغه سازمان په وینا، د افغانستان د روغتیايي برخې لپاره ۱۹۱ میلیونه ډالر غوښتل شوي، خو تر اوسه یې یوازې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي. اوچا ټینګار کړی چې ګرځنده روغتیايي ډلې په هغو لرې پرتو سیمو کې د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کوي چې روغتیايي مرکزونو ته محدود لاسرسی لري؛ خو د دغو خدماتو دوام لا ډېرو مالي سرچینو ته اړتیا لري.








