د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د پولیو ویروس څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، دوه پېښې د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او یوه-یوه پېښه د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې ثبت شوې ده. له دغو نوو پېښو سره په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۱۰ پېښې یوازې د جون په میاشت کې ثبت شوې دي. په پاکستان کې بیا سږ کال د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، افغانستان تېر کال هم د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې لرلې.








