د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د برېښنايي پروژو له چارو څخه د لیدنې پر مهال د دغو پروژو پر چټکتیا ټینګار کړی دی. نوموړي ژمنه کړې چې د چک ولسوالۍ د برېښنا پروژه به بشپړېږي او د برېښنا د تولید د ظرفیت د لوړولو په موخه به د نوي برېښناکوټ پروژه هم د سیبکې په سیمه کې پیل شي. د چارواکو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د چک ولسوالۍ او د میدان وردګو د خلکو د برېښنا اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د سیمې اقتصادي، صنعتي او ټولنیز پرمختګ ته هم زمینه برابره شي.








