د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالره زیان اړولی دی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۸ سلنه کمه شوې او ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دغه انسټیټیوټ په وینا، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوړي. راپور ټینګار کوي چې د ۴.۵ میلیارده ډالرو رقم احتمالي اټکل دی او باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي.








