نورستان چې د افغانستان له ځنګل لرونکو ولایتونو څخه دی، په دې وروستیو کلونو کې یې د طبیعي ځنګلونو د ناقانونه او بېرویه وهلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د ځنګلونو د ساتنې او د ناقانونه وهلو د مخنیوي لپاره یې په دغه ولایت کې نهه رسمي قومي شوراګانې جوړې کړې دي. د دغه ریاست د طبیعي زېرمو د تنظیم امر ضیاءالدین جهاني وايي، د شوراګانو له جوړېدو سره به د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د قومي مشرانو ونډه زیاته شي او د سرغړونو مخه به ونیول شي. د نوموړي په وینا، د قومي تړون له مخې، که څوک یوه ونه په ناقانونه ډول پرې کړي، یوه غوا به ناغه ورکوي.








