د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو این ډي پي) مشر الکساندر ډي کرو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې په دې هېواد کې کړکېچونه په ندرت سره جلا جلا رامنځته کېږي او د افغانستان درې پر څلورمه برخه خلک د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. هغه په خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې بېړنۍ بشري مرستې د خلکو ژوند ژغوري، خو پراختیايي پروګرامونه خلکو ته د خپل راتلونکي د بیا جوړولو فرصت برابروي. ډي کرو، چې د ننګرهار ولایت د درېنور ولسوالۍ د سوتن کلي ته تللی و، ویلي د سفر موخه یې دا وه چې له نږدې وګوري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام فعالیتونه څنګه له بحرانونو سره د مخامخ ټولنو د ملاتړ او د هغوی د ژوند د ښهوالي لپاره مرسته کوي.








