په کابل کې د ایران سفارت په کوربتوب جوړه شوې اقتصادي غونډه کې د افغانستان او ایران له ۲۰۰ څخه ډېرو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله شوې ده. د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ایران اقتصادي فعالانو د ودانیزو صنعتونو، درمل جوړونې، لابراتواري تجهیزاتو، خوراکي صنعتونو، بټرۍ جوړونې او همدارنګه د تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې تخصصي لیدنې او خبرې اترې ترسره کړې. یاده غونډه د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه او په پای کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ درې هوکړهلیکونه هم لاسلیک شول.








