د بغلان د بورې فابریکې د تولید د زیاتوالي لپاره د لومړي ځل لپاره پر ۴۵۰ جریبه ځمکه د لبلبو کر پیل کړی دی. د فابریکې مسوولین وایي، د دې پروژې لپاره له المان څخه د ۲۸ زره ډالرو په ارزښت د لبلبو تخمونه پېرودل شوي دي. چارواکي زیاتوي چې دغه اقدام به د کارخونې د خامو موادو یوه برخه په کور دننه برابره او لسګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي. ځایي بزګران وايي، د شرکت له خوا ورکړل شوې ځمکه کې د لبلبو کر د دوی د عاید او ژوند د ښه کېدو لامل شوی دی. د بغلان د بورې شرکت په وینا، راټول شوی حاصل به د بورې په تولید کې وکارول شي او د وارداتو په کمولو کې به مرسته وکړي.








