اروپايي ټولنې د پناهغوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم په افغانستان کې د پناهغوښتونکو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ ته ژمنه ده. یاد بنسټ په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) سره په همکارۍ له افغان کډوالو او پناهغوښتونکو ملاتړ کوي. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د «خوندیتوب، معیشت او دوامداره حللارو» له پروګرامونو ملاتړ کوي، څو افغانانو ته زمینه برابره شي چې خپل ژوند په عزت او انساني کرامت سره بېرته ورغوي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم له اقتصادي، ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.








