د قزاقستاني رسنیو د راپور له مخې، افغانستان ته د قزاقستان د غلې او اوړو صادرات په تېرو اتو میاشتو کې ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱.۳ میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي. د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، په افغانستان او د مرکزي اسیا په نورو دودیزو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی د صادراتو د ودې اصلي لامل دی. د راپور له مخې، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان ته هم د قزاقستان د کرنیزو محصولاتو صادرات د پام وړ لوړ شوي دي. د دغه هېواد چارواکي ټینګار کوي چې د جنوبي صادراتي لارو باثباته فعالیت او د کرنیزو محصولاتو پر وړاندې لوړه تقاضا د بار وړلو د انتقالاتو د زیاتوالي مهم عوامل دي.








