د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي ویلي، چې په افغانستان کې ښځینه روغتیاپالانې، په ځانګړې توګه واکسیناتورانې، ماشومانو ته د واکسیناسیون خدماتو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لري. نوموړي ویلي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د ماشومانو د واکسیناسیون بهیر دوام لري او دا خدمات د ماشومانو د روغتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. اویوالي د مزارشریف د یوه روغتیايي مرکز بېلګه یاده کړې او ویلي یې دي چې د یونیسف کارکوونکي د واکسین کارتونو د ارزونې، کورنیو ته د روغتیايي سپارښتنو او د ماشومانو د معلوماتو د ثبت په برخه کې مرسته کوي. هغه ټینګار کړی چې د ماشومانو د واکسیناسیون او نورو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه مهمه او اغېزناکه ده.








