د ملي پراختیا شرکت خبر ورکړی، چې د بزګرانو او کرنیزو شرکتونو د ملاتړ په موخه یې بېلابېل کرنیز ماشینونه د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې، په دغو تولیداتو کې ترېشرونه، لېزر لیولونه، د نیالګیو اېښودلو ماشینونه او بېلابېلې قلبې شاملې دي، چې د بهرنیو ورته محصولاتو په پرتله په مناسبه بیه پلورل کېږي. ملي پراختیا شرکت زیاته کړې، چې د دغو ماشینونو پېرودونکو ته د یو کال تضمین او له پلور وروسته خدمات هم وړاندې کېږي. ملي پراختیا شرکت له وزارتونو، ادارو، سوداګرو، شرکتونو او بزګرانو غوښتي چې د محصولاتو د لیدلو او پېرودلو لپاره د کابل مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.








