یکشنبه, مې 3, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

STR NEWS by STR NEWS
مې 3, 2026
3 0
0
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د اکسوس خپرندویه ټولنې د خپل نشراتي فعالیت د دوولسمې کلیزې په مناسبت په کابل ښار کې د یو عصري او معیاري کتابتون نوې ودانۍ پرانیستله، چې دا ګام د هېواد په فرهنګي او علمي ډګر کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي. د یادې ټولنې مسوولینو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا کتابتون نه یوازې د کتابونو د پلور لپاره یو منظم او عصري ځای دی، بلکې موخه یې دا ده چې د مطالعې کلتور ته وده ورکړي او ځوان نسل له کتاب سره لا ډېر نږدې کړي.

دوی زیاته کړه چې د پرانیستې په ورځ سلګونه د کتاب مینه‌وال، محصلین، لیکوالان او فرهنګي شخصیتونه کتابتون ته ورغلي وو او له بېلابېلو برخو څخه یې کتابونه واخیستل. دوی همداراز وویل چې په دې کتابتون کې د بېلابېلو موضوعاتو لکه ادبیاتو، تاریخ، ټولنیزو علومو، اقتصاد، سیاست، او دیني علومو په ګډون سلګونه عنوانه کتابونه په منظم ډول ځای پر ځای شوي دي، څو هر لوستونکی وکولای شي د خپلې اړتیا وړ کتاب په اسانه پیدا کړي.

د کتاب پېرېدونکو له ډلې یو شمېر کسانو دا نوښت وستایه او ویې ویل، چې دا لومړی ځل دی چې په خصوصي سکتور کې د کتاب پلورنې لپاره داسې یو منظم، عصري او معیاري مرکز جوړېږي. د دوی په خبره، پخوا به د کتاب موندل ستونزمن وو او کتابونه به په بېلابېلو ځایونو کې خپاره پراته وو، خو اوس کولای شي په یو منظم چاپېریال کې خپلې خوښې کتابونه ومومي. یو بل ګډونوال وویل: “داسې ځایونه کولای شي ځوانان د ټولنیزو شبکو له بې‌ګټې بوختیاوو راوباسي او مطالعې ته یې وهڅوي. دا یو ډېر مهم ګام دی چې باید نورې ادارې هم ورته پام وکړي.” فرهنګي کارپوهان باور لري چې د دې ډول کتابتونونو جوړېدل د مطالعې د کلتور د بیا ژوندي کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې ډېری خلک له کتاب لوستنې څخه لیرې شوي دي.

د اکسوس خپرندویه ټولنې مسوولین وايي، چې په راتلونکي کې هم پلان لري چې د هېواد په نورو ښارونو کې ورته فرهنګي مرکزونه پرانیزي، څو کتاب ته د لاسرسي زمینه لا پراخه شي او د پوهې خپرېدو ته عملي ګامونه واخیستل شي. په ټوله کې، د دې عصري کتابتون پرانیسته د کابل ښار لپاره یو مثبت فرهنګي پرمختګ بلل کېږي، چې کولی شي د کتاب مینه‌والو لپاره یو الهام‌بښونکی مرکز وګرځي او د مطالعې دود لا پیاوړی کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله
پوهنه

د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

مې 3, 2026
ترانسپورټ وزارت: په برېښنايي سیستمونو کې له ۱۰۷ زرو ډېر موټر ثبت شوي
وروستی خبرونه

ترانسپورټ وزارت: په برېښنايي سیستمونو کې له ۱۰۷ زرو ډېر موټر ثبت شوي

مې 3, 2026
ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته
وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته

مې 3, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist