کابل ښاروالۍ ویلي، چې روان کال په کابل کې د پنځو نویو هوايي پلونو د جوړولو پلان لري، چې د ډیزاین چارې یې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي ویلي، چې د دغه پلونه د نجات منار، د کابل نړیوال هوايي ډګر، شهید انګرا، درېیم مکرویان او کمپنۍ څلورلارې کې جوړیږي.
مسوولین وایي، د برکي څلورلارې د هوايي پله د لومړۍ برخې کار چې ۱.۵ میلیارده افغانۍ لګښت لري، له ۸۵ سلنې ډېر بشپړ شوی دی. کابل ښاروالۍ زیاتوي چې دا پروژې به د ګڼهګوڼې په کمولو او د ښاري زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.








