د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې نن په جوزجان، فاریاب، سرپل، غور، دایکنډي، بامیانو، بغلان، سمنګانو، بلخ، تخار، بدخشان، میدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو کې د نسبتاً تیز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د پېښېدو اټکل شوی دی. د وزارت په وینا، د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي. همداراز، په شمالي، شمال لوېدیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال هم شته، چې سرعت یې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.








