د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین، مجیب الرحمن عمر آخندزاده، په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو او انرژۍ په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. آخندزاده د اوبو د سرچینو د مدیریت، د انرژۍ د پراختیا او د بهرنۍ پانګونې د اسانتیاوو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ. د قزاقستان سفیر هم په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ اړوند پروژو کې د پانګونې لېوالتیا وښوده او د علمي او تخنیکي همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.








