په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاجالدین ایوالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بنسټ د نښتو له کبله پر ځایه شویو کورنیو د مرستندویه کڅوړو د وېش لړۍ پیل کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په زیانمنو سیمو کې یې پر کورنیو روغتیايي کڅوړې او اړین توکي وېشلې دي. هغه ویلي،: «زموږ موخه ۵۵۰۰ کورنیو ته پاملرنه ده چې په خوست، پکتیکا او پکتیا کې دي.» نوموړي ټينګار کړی چې له ماشومانو دې تل ساتنه وشي.








