د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې آمریت او د سیدآباد ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري په هفت آسیا سیمه کې د والیبال د ۱۲۰ غوره لوبډلو ترمنځ اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ چې د کوچني اختر په دویمه ورځ پیل شوې وې، د لوبغاړو او زرګونو مینوالو په پراخ ګډون سره ترسره شوې. په پایلوبه کې د شاهد بدلون او تنګې سټار لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه، چې تنګې سټار لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په ګټلو سره بریا خپله او د سیالیو اتله شوه.








