د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل مراسم نن د پوهنې وزارت له لوري ترسره شول، چې پکې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. په دې مراسمو کې ویناوالو د زدهکړو پر اهمیت، د ښوونکو پر مسوولیت او د ښوونیز نصاب پر سمون ټینګار وکړ. مولوي حنفي له خلکو وغوښتل چې د خپلو اولادونو د زدهکړو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او ښوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل کار د مسوولیت په توګه ترسره کړي. چارواکو همداراز ویلي، چې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او هڅه کېږي د هېواد د اړتیاوو له مخې جوړ شي. د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې نږدې یو میلیون نوي زدهکوونکي ښوونځیو او مدرسو ته جذب شوي دي.








